افغانستان په کرکټ کې هند ته ماته ورکړه او پاینل ته ووت

5 عقرب 1403 ساعت 7:27

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (ابدالیانو) په ایمیرجینک سالیو کې د هند کرکټ الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او پاینل ته ووت.


د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (ابدالیانو) په ایمیرجینک سالیو کې د هند کرکټ الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او پاینل ته ووت.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه په عمان کې وشوه، چې لومړی افغانستان توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۷ منډې وکړې.
د افغان توپ وهوونکو له لوري صدیق اتل په ۵۱ توپونو ۸۳ زبید اکبري ۶۵ او کریم جنت ۴۲ منډې وکړې او صدیق اتل د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې که څه هم د هندي لوبغاړو پیل ښه وو خو وروسته د افغان توپ اچوونکو له خوا یو په بل پسې وسوځول شول او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۰ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده.
 
له هند څخه د لوبې په ګټلو سره د افغان ابدالیانو لوبډه د دغه سیالیو پای لوبې ته لار ومونده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به یې له سریلانکا سره تر سره کړي.
 
باید و ویل شي، چې په دغه سیالیو کې پرون پاکستان له سریلانکا سره لوبه درلوده، چې سریلانکا وګټله او پاکستانۍ لوبډله کور ته ستنه شوه.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 176928

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176928/

جمهور
  https://www.jomhornews.com