۰

افغانستان په کرکټ کې هند ته ماته ورکړه او پاینل ته ووت

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۲۷
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (ابدالیانو) په ایمیرجینک سالیو کې د هند کرکټ الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او پاینل ته ووت.
افغانستان په کرکټ کې هند ته ماته ورکړه او پاینل ته ووت
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (ابدالیانو) په ایمیرجینک سالیو کې د هند کرکټ الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او پاینل ته ووت.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه په عمان کې وشوه، چې لومړی افغانستان توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۷ منډې وکړې.
د افغان توپ وهوونکو له لوري صدیق اتل په ۵۱ توپونو ۸۳ زبید اکبري ۶۵ او کریم جنت ۴۲ منډې وکړې او صدیق اتل د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې که څه هم د هندي لوبغاړو پیل ښه وو خو وروسته د افغان توپ اچوونکو له خوا یو په بل پسې وسوځول شول او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۰ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده.
 
له هند څخه د لوبې په ګټلو سره د افغان ابدالیانو لوبډه د دغه سیالیو پای لوبې ته لار ومونده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به یې له سریلانکا سره تر سره کړي.
 
باید و ویل شي، چې په دغه سیالیو کې پرون پاکستان له سریلانکا سره لوبه درلوده، چې سریلانکا وګټله او پاکستانۍ لوبډله کور ته ستنه شوه.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي