۰

ایراني چارواکي: د مشهد او هرات ترمنځ د سپرلۍ اورګاډی پیلول غواړو

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۱۶
د افغانستان په چارو کې د ایران د لارې او ښارجوړونې د وزیر ځانګړی استازی حسن میر شفی وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو توکو سربېره د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي.
ایراني چارواکي: د مشهد او هرات ترمنځ د سپرلۍ اورګاډی پیلول غواړو
د افغانستان په چارو کې د ایران د لارې او ښارجوړونې د وزیر ځانګړی استازی حسن میر شفی وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو توکو سربېره د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي.

شفیع وايي، په اول پړاو کې به دا اورګاډی د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ترمنځ چلېږي.

شفیع له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې زیاتوي چې د دې چارې لپاره باید د پاسپورټ او ویزې په څېر مسایل حل شي. د هغه په خبره، د افغانستان برخه کې د اورګاډي د بارولو برخه لا بشپړه شوې نه ده او بشپړېدو سره به له دې لارې د توکو لېږد راتونکی کال یو میلیون او بل کال دوه میلیون ټنو ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي