۰

په ګرزیوان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

شنبی ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۱۴
د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې د یو لومړني ښوونځي جوړولو چارې، چې ځمکه یې د سیمې اوسېدونکو له لوري وقف شوې.
په ګرزیوان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې د یو لومړني ښوونځي جوړولو چارې، چې ځمکه یې د سیمې اوسېدونکو له لوري وقف شوې.

د دغه ښوونځي جوړولو لګښت ۱۵.۳ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري ورکول کېږي او چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې پای ته ورسېږي.

د سیمې اوسېدونکي د دغه ښوونځي جوړېدل د زده کوونکو ستونزو کمښت برخه کې ګټور ګام ګڼي او وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې د پوهنې په برخه کې دې ولسوالۍ ته هېڅ ډول پاملرنه نه دې شوې.

د فاریاب د پوهنې رییس دغه ولایت کې، د ښوونځيو ودانیو جوړولو، متوازن پرمختګ، معیاري زده کړو او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي