رابرټ ډېکسن له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی

5 عقرب 1403 ساعت 7:12

د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېټانیا له چارسمبالي رابرټ ډېکسن سره کتلي.


د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  د افغانستان لپاره د برېټانیا له چارسمبالي رابرټ ډېکسن سره کتلي.

په دغه کتنه کې رابرټ ډېکسن د طالبانو له حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د دواړو لورو ډېرې کتنې لازم دي.

هغه ژمنه کړې چې، برېټانیا به د لوېدیځو او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو ته لار هواره کړي.

مولوي کبیر د رابرټ ډېکسن راتګ ګټور بللی ویلي یې دي، له نړۍ سره تعامل او د هېواد د ننه ستونزو د حل په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com