د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به له قرغزستان سره مخامخ شي

2 عقرب 1403 ساعت 13:17

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به نن د منځنۍ اسیا د والیبال د سیالیو په لړ کې له قرغزستان سره مخامخ شي.


د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به نن د منځنۍ اسیا د والیبال د سیالیو په لړ کې له قرغزستان سره مخامخ شي.

د افغانستان او قرغزستان د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه به نن چهارشنبې د لړم ۲ مه د ازبکستان په کوربه توب د منځنۍ اسیا د فوټبال د اتلولۍ په دوام د تاشکند په ښار کې ترسره شي.

افغان لوبغاړي په داسې حال کې د قرغزستان پر وړاندې میدان ته ځي چې په تېرو څلورو لوبو کې یې درې ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د هېواد د واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا د سياليو په څلورمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې لوبه وکړه او خپل سيال ته يې د ٣-٢ په توپير ماتې ورکړه.

د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د شپږو هېوادونو په ګډون په ازبکستان کې ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com