د وږي میاشت کې د افغانستان صادرات له ۷۰ میلیونو ډالرو زیات شوي

2 عقرب 1403 ساعت 13:15

د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ادارې اعلان وکړ چې د تیرې میاشتې په سر کې د افغانستان صادرات تر ۷۰ میلیونو ډالرو زیات شوي دي.


د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ادارې اعلان وکړ چې د تیرې میاشتې په سر کې د افغانستان صادرات تر ۷۰ میلیونو ډالرو زیات شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې نن چهارشنبې(د لړم ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ادارې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او څېړلي او ټولیز ارزښت یې په دې میاشت کې د هېواد صادرات ۱۷۳.۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټولیز ارزښت ۹۵۴.۱ میلیون ډالرو ته رسېږي.

طالبانو ویلي، چې د روان کال په اسد میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۰۳،۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د شمېرو شننه ښيي چې د روان لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د اسد د میاشتې په پرتله په صادراتو کې ۷۰،۶ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو زیاته کړې چې شمېرې ښيي چې د روان کال د لیندۍ په میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو وو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176882

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176882/

جمهور
  https://www.jomhornews.com