د بدخشان مرکز فيض آباد کې د سړک جوړولو چارې پيل شوې

2 عقرب 1403 ساعت 9:14

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فيض آباد ښار کې د نږدې ١٦ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي.


د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فيض آباد ښار کې د نږدې ١٦ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي.

د فیض‌آباد د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه سړک به د ٤٨٠ مترو په اوږدوالی او ۱۲ متره سور سره په معیاري ډول د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ١٥ میلیونه ٧٠٠ زره افغانیو په لګښت کانکرېټ شي.

د یادولو وړ ده، چې یاد سړک د بدخشان د ښاروالۍ د پلانونو یوه مهمه برخه ده چې د سیمې اوسېدونکو لپاره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 176866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com