یوناما افغانستان کې کوچنیو سوداګرو ته د پورونو د ورکړې لړۍ پيلوي

2 عقرب 1403 ساعت 9:13

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي، یوناما به په نږدې وخت کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي، یوناما به په نږدې وخت کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

اوتنبایوا زیاته کړې، چې په کابل کې د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې وروستي نندارتونونه اغیزمن دي.

نوموړې همداراز ویلي، چې له افغانستان څخه یې بهر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ادارو سره هم خبرې کړي او یوناما د افغانستان لپاره د را روان ژمي د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 176865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com