د اسراییلو پوځ په رسمي ډول د هاشم صفی الدین وژنه تایید کړه

2 عقرب 1403 ساعت 9:10

د اسرائیلو د رژیم پوځ په یوه خبرپاڼه کې په رسمي ډول ادعا کړې چې د لبنان د حزب الله د پخواني مشر سید حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین وژل شوی دی.


د اسرائیلو د رژیم پوځ په یوه خبرپاڼه کې په رسمي ډول ادعا کړې چې د لبنان د حزب الله د پخواني مشر سید حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رژیم ادعا کوي، چې حسام صفی الدین ۳ اونۍ وړاندې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

د حدیث ټلویزیوني چینل هم راپور ورکړی چې د حزب الله د اجراییه شورا د مشر هاشم صفی الدین مړی بیروت ته نږدې موندل شوی دی. دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د لبنان حزب الله تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.

د اشغالګر پوځ دا ادعا په داسې حال کې ده چې د حزب الله د عامه اړیکو څانګې د می په دیارلسمه د سید هاشم صفی الدین په اړه د اوازو په ځواب کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د مقاومت د مشرانو د برخلیک په اړه خبر یوازې د رسمي سرچینو له لارې د خبر وړ دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com