یوناما:

طالبانو سره د نشه یي توکو د له منځه وړلو او د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې همکاري کوو

2 عقرب 1403 ساعت 9:06

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ دفتر یا یوناما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا وايي، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د مخدره موادو د له منځه وړلو او د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ دفتر یا یوناما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا وايي، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د مخدره موادو د له منځه وړلو او د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې ارګ نن چهارشنبې (د لړم ۲مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا ایتانبایوا سره وکتل.

 اغلې روزا ایتانبایوا وویل، چې له افغانستانه بهر یې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستو د جلبولو په موخه له مرستندویه هېوادونو او موسسو سره خبرې کړې او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

مېرمن اتانبایوا له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د افغانستان د پولو تړل د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د افغان بزګرانو د زیانونو لامل وګڼله او ویې ویل چې د طالبانو امارت باید له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل، دوی اراده لري چې له اسلامي امارت سره د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د بدیل کښت د برابرولو او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبير دا هم وويل، چې د نشه يي توکو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون پر طرزالعمل کار روان دى او ډېر ژر به بشپړ شي.

طالبانو ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د یوناما په ګډون له نشه يي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون په کابل کې د بهرنیو سفارتونو سره ګډه غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com