۰

طالبان: سږ کال دوه میلیونه متریک ټنه غنمو کمښت لرو

سی شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۱
د افغانستان د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې ده، اعلان وکړ چې دغه ډله سږکال دوه میلیونه متریک ټنه غنمو کمښت لري.
طالبان: سږ کال دوه میلیونه متریک ټنه غنمو کمښت لرو
د افغانستان د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې ده، اعلان وکړ چې دغه ډله سږکال دوه میلیونه متریک ټنه غنمو کمښت لري.

دغې ادارې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده نن (د لړم لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او د سپوږمکۍ د انځورونو په تشریح کولو سره یې سږ کال په ټول هېواد کې د غنمو د کښت ساحې جوړې کړې چې له مخې یې هلته په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۸۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

طالبانو ویلي، چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۲،۲ میلیونه هکتاره ځمکه د غنمو تر کښت لاندې وه، چې ۱،۳۸ میلیونه هکتاره خړوبه او ۷۳۶ زره هکتاره وچه ځمکه په کې شامله ده.

طالبانو زیاته کړې، چې ترلاسه شویو شمېرو ته په کتو، سږ کال د هېواد د ټولې کرنیزې ځمکې شاوخوا ۷۰ سلنه د غنمو تر کښت لاندې ده.

طالبانو ویلي چې د نفوسو اټکل ته په کتو په ټول هېواد کې ۶.۸۲ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا وه چې د روان کال د غنمو د تولید له مخې د دوه میلیونه متریک ټنه غنمو کمښت شتون لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي