عراقچي:

اسراییل پوهېږي چې پر ایران د برید په صورت کې به دوی څه ډول غبرګون وښيي

1 عقرب 1403 ساعت 11:17

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کویت کې د ایران د برید په اړه د اسراییلو ګواښ ته په اشارې سره وویل: "دوی پوهیږي چې که دوی زموږ په اټومي تاسیساتو برید وکړي نو ځواب به یې څه وي."


د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کویت کې د ایران د برید په اړه د اسراییلو ګواښ ته په اشارې سره وویل: "دوی پوهیږي چې که دوی زموږ په اټومي تاسیساتو برید وکړي نو ځواب به یې څه وي."

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سې شنبې په ورځ په کویت کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د سیمې هېوادونو ته د خپل پیغام په اړه وویل: زموږ پیغام په بشپړه توګه روښانه او روڼ دی.

صهیونیسټ رژیم په سیمه کې د جنګ د پراخولو په لټه کښې دی او مونږ باید په سیمه کې د دغه ناورین مخه ونیسو.

عراقچي زیاته کړه: د غزې او لبنان حالات نازک دي او د صهیونیسټي رژیم حملې باید ودرول شي.

د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ د ښه ګاونډیتوب سیاست به د ایران د اسلامی جمهوریت په نوی حکومت کې په ټینګه سره دوام وکړی .

هغه وویل: دا یو پیغام دی چې د سیمې هېوادونو ته مې ورکړی دی او په کویت کې به د دې مسلې په اړه زیاتې خبرې وکړم.

دایران دخارجه چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې دصهیونیسټ رژیم د تیریو دوام د غزې د نورو سیمو د دوهمې ، دریمې او څلورمې سیمې د بدلولو هدف دی .

هغه زیاته کړه، ما د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل او ټولو د جګړې د مخنیوي پر اړتیا موافقه وکړه.

ایران په سیمه کې جګړه نه غواړي، موږ د کړکېچ د کمولو لپاره خپله هڅه کړې، خو موږ هر ډول سناریوګانو ته چمتو یوو او ورسره مقابله وکړو. د ایران نوی حکومت به د ښه ګاونډیتوب په سیاست پرمخ بوځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کویت کې په یوه خبري غونډه کې وویل: موږ په سیمه کې د امریکا ټولې اډې له نږدې څارو او د هغوی تګ راتګ څارو او په اردن کې د امریکايي اډو په اړه د اردن چارواکو ته معلومات ورکوو.

هغه زیاته کړه: موږ په ټوله سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې یو، البته د سولې له پاره بېلابېلې لارې کېدای شي او د سیمې له هېوادونو سره په تماس کې یو. زما استازی په بیروت کې دی او له ګوندونو سره ملاقات کوي. البته دا د لبنان د حکومت مسوولیت دی چې د اوربند په اړه پرېکړه وکړي او موږ به ورسره مرسته وکړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سیمې ټولو هېوادونو موږ ته ویلي چې پر ایران د اسرائیلو له برید سره مخالف یو، پر اټمي تاسیساتو د برید اجازه نه ورکوو، موږ ټینګار کوو چې که اسرائیل په هر ډول چې وي پر ایران برید وکړي، ورته ځواب به ورکړي. "

هغه صهیونیسټ رژیم ته د ځواب ورکولو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره وویل: اسرائیل له هیڅ جنایت څخه ډډه نه ده کړې او د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره دغو جنایتونو ته دوام ورکوی چې ځینې یې جنګی جنایتونه دی.

پر اټومي تاسیساتو برید یو ستر نړیوال جرم دی او ګواښونه کول هم جرم دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ: مونږ پوهیږو چې امریکا هیڅ نړیوالو اصولو ته غاړه نه ږدي، خو مونږ د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو یو او د ځان د دفاع لپاره خپل وسایل او طریقې لرو.

عراقچي وویل: دوی پوهېږي چې که زموږ پر اټومي تاسیساتو برید وکړي، د دوی ځواب به څه وي؟ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لبنان کې د حزب الله د دریځ په هکله د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: په لبنان کښې د حزب الله دریځ د هغوی له خوا اعلان شوی دی او مونږ به د جنګ د ختمولو لپاره خپله ونډه ترسره کړو.

هغه زیاته کړه: زما ځانګړی استازی په بیروت کې ځای پر ځای دی، البته د اوربند په اړه پریکړه پخپله د فلسطینیانو او لبنانیانو لخوا کیږي او موږ یوازې مرسته او ملاتړ کوو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com