سمنګان کې ترافیکي پېښه ۷ تنه مړه او ټپیان شول

1 عقرب 1403 ساعت 11:11

په سمنګانو کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي دي.


په سمنګانو کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر ٣٠ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د سمنګان-بغلان پر لويه لاره د کوتل "روبتک" په سيمه کې يو لارټينر ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان دي.

ویل کیږي چې د پیښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. د دغې پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com