د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې ازبک عثمان توشف یې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
عثمان توشف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
30 میزان 1403 ساعت 16:53
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې ازبک عثمان توشف یې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې ازبک عثمان توشف یې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
دغه فدراسیون نن دوشنبې د تلې په ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی توصیف د یو کلن تړون سره د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه معرفي شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي، "ازبک عثمان توشيف د اسيا د فوټبال د غوره روزونکي وړتوب (AFC Pro) اخيستونکی دی او د اسيا د فوټبال کنفدراسيون يو له روزونکو څخه هم ګڼل کېږي."
د اعلان پر بنسټ، ښاغلی توصیف به په افغانستان کې د اسیا د الف لیول د روزنې کورسونه تدریس کړي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي اشلي ویسټ ووډ له مخکې خبرتیا پرته استعفا وکړه او د سویل ختیځې اسیا له یوې بلې لوبډلې سره یې تړون لاسلیک کړ.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 176807
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176807/