د پوهنتون استاد جاوید مهمند د طالبانو له خوا ونیول شو

30 میزان 1403 ساعت 16:50

په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه جاوید مومند د طالبانو له خوا نیول شوی دی.


په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه جاوید مومند د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلى مومند دتلې په ٢٩مه له کابل څخه نيول شوى او نامعلوم ځاى ته لېږدول شوى دى.

د مومند د نیولو لامل نه دی څرګند. خو ویل کیږي چې نوموړی د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله نیول شوی دی.

باید وویل شي، چې طالبانو د ښاغلي مومند نوم د هغو کارپوهانو له نوملړ څخه ایستلی، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه درلوده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com