د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په خاطر یې له اندونیزیا سره د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه تفاهم لیک موخه د اندونیزیا په جمهوریت کې د تحصیلي بورسونو د برابرولو له لارې د افغانانو د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د همکارۍ چوکاټ رامنځته کول دي.
د اعلامیې له مخې، د سکالرشیپ دغه پروګرام د قطر او اندونیزیا د ګډ لید او ماموریت یوه برخه ده چې په افغانستان کې له تعلیمي او پراختیایي پروژو څخه ملاتړ کوي.
هغه پروژې چې د فرصتونو په رامینځته کولو باندې ځانګړی تمرکز لري چې د افغانستان ځوانان ځواکمن کړي ترڅو په خپل هیواد کې روښانه او بریالۍ راتلونکې رامینځته کړي.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لولو الخطر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ او د قطر هېواد د ۷۵ میلیونو ډالرو د مرستې خبره یې وکړه.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ريتنو مارسودي هم وويل، چې افغان محصلينو ته د سکالرشيپونو په ورکولو کې له قطر سره د هېواد همکاري د افغانستان د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د دوى د ګډې ژمنې او د پيوستون او همکارۍ روحيه څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر افغان نجونو او مېرمنو له زده کړو، زده کړو، کار او تګ راتګ بندیز لګولی دی.
جمهورخبري آژانس