نږدې یو نیم کال کې ۷۳۳ زره افغان کډوال له پاکستانه را ستانه شوي

30 میزان 1403 ساعت 10:16

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې نه د ۱۴۰۳کال تر تلې میاشت پورې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستانه هیواد ته را ستانه شوي دي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې نه د ۱۴۰۳کال تر تلې میاشت پورې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستانه هیواد ته را ستانه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، تر سلو زرو ډېرو ستنو شویو کډوالو ته چې د یو پرڅلورمه برخه کورنیو سرپرستانې یې ښځې وې، مرستې هم وېشل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې کابو ۳۳ سلنه راستنېدونکي غواړي د کابل، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو مرکزونو ته بیرته ستانه شي.

یاد سازمان ټينګار کوي، چې د روان ميلادي کال په مې او جولای مياشتو کې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په بې سارې توګه ډېر شوی او هره مياشت ۳۸ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستنیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com