ملابرادر: روان کال کې پر ۱۵ سترو پروژو کار پیل شوی

30 میزان 1403 ساعت 10:08

د طالبانو اقتصادي مرسیتال ملا برادر وايي، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادي پروژو چارې پیل کړې دي.


د طالبانو اقتصادي مرسیتال ملا برادر وايي، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادي پروژو چارې پیل کړې دي.

په دغو پروژو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیل، طوطي میدان ګازو استخراج، هرات – غور سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د کابل ښار یو شمېر مهم سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارو پیل، کابل هوایي ډګر کې د معیاري انتظار خونې جوړولو چارو پیل او پر پلتوني بند د کار پیلول شامل دي.

همداراز په همدې موده کې د اغا جان بند جوړول، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې دویمې برخې پیل، مس عینک پروژې ته غځېدلي سړک جوړول، ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبول، ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه او د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال یې چارې پیل شوې دي.

سرچینې ویلي، دغه پروژې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د سرپرست حکومت په پراختیایي بودجه پیل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com