د نن شپې او ورځې پېښې: د حماس لوی ښکار / د لبنان درنه بمباري

30 میزان 1403 ساعت 9:45

د حماس اسلامي غورځنګ په یوه ناڅاپي برید کې د څلورو اسراییلي افسرانو په وژلو بریالی شو.


د حماس اسلامي غورځنګ په یوه ناڅاپي برید کې د څلورو اسراییلي افسرانو په وژلو بریالی شو.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ په دغه برید کې د اسرائیلو د ۱۶۲ مې فرقې د ۴۰۱ لوا قوماندان په جبالیه کې د حماس د جنګیالیو د بمبار په پایله کې ووژل شو.

دغه مشهور صهیونیسټي قومندان «احسان داغسا» نومیږي چې ویل کیږي د همغه ډلې قومندان و چې یحیی سنور یې شهید کړ.

دغه صهیونیسټ ترهګر دصهیونیسټ رژیم په ټانک کښې دننه ووژل شو . هغه د صهیونیسټي رژیم لوړ رتبه چارواکی دی چې د غزې له جګړې وروسته د حماس د مجاهدینو لخوا وژل شوی دی.

په دغه بريد کې د ١٦٢ مې فرقې د مرستيال او د ٥٢ لوا د قوماندان په ګډون درې نور افسران سخت ټپيان شول. دا ځانمرګی برید د یحیی السنور په نوم یاد شوی وو. حماس نن د جبالیا په لویدیځ کې د یاسین 105 راکټ په وسیله د اسراییلو زغره وال بلدوزر ویجاړ کړ.

دغه عملیات په بیت لحیه کې د اسرائیلو د تیرې شپې له جنایتونو وروسته ترسره شول چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۸۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ نور ټپیان شول. د لبنان د حزب الله غورځنګ نن د اسرائیلو په حیفا او شمالی ښارګوټو په تېره بیا سفید په لسګونو توغندی وویشتل او د پام وړ زیان یې واړولو.

نن شپه او څو دقیقې مخکې صهیونیسټ رژیم په بیروت او د لبنان په جنوب کې په ملکی هدفونو وحشیانه حملې وکړې.

د نن شپې بریدونه ټیټ پروفایل وو او اقتصادي هدفونه یې بمبار کړل، چې د بیروت په مضافاتو کې د قرز الحسن انسټیټیوټ په شمول.

د دې مالي موسسې چارواکو ویلي چې دوی لا دمخه د قرز الحسن له څانګو څخه د بانک په څانګو کې موجود ټولې نغدې پیسې ایستلې دي.

دغه راز د لبنان د المنار د شبکې ودانۍ چې په حزب الله پورې تړلې ده، هم په بمونو الوځول شوې، خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې يې ژوندۍ خپرونې دوام لري.

د نن سهار په بريدونو کې ودانيو ته سخت زيانونه اوښتي، خو د مرګ ژوبلي د شمېر په اړه يې راپور نه دی خپور شوی. عبراني رسنیو د نن شپې بریدونه د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو زورور برید بللی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176764

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176764/

جمهور
  https://www.jomhornews.com