طالبانو په ۶ میاشتو کې د پنجشېر ۳۶ زره قراطه زمرد پلورلي دي

29 میزان 1403 ساعت 15:38

په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، ۳۵۸۷۴ قراطه د پنجشیر زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.


په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، ۳۵۸۷۴  قراطه د پنجشیر زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د زمرد دغه اندازه د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۶۱۴ زره ډالرو پلورل شوي چې له دې جملې څخه ۱۶۲ زره یې د طالبانو په خزانو کې جمع شوي دي.

د راپور له مخې، د زمردو دغه اندازه په څه باندې یوولسو لیلامونو کې پلورل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې طالبان د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په پراخه خو غير معياري ډول د هېواد کانونه استخراج کوي.

د طالبانو اکثره چارواکي او قومندانان هم د کانونو په استخراج کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176749

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com