دوو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د نیول شویو دوو خبریالانو د خلاصون غوښتنه وکړه

29 میزان 1403 ساعت 15:27

د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خبریالانو ملي اتحادیې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دوه نیول شوي خبریالان مهدي انصاري او حکمت ارین خوشې کړي.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خبریالانو ملي اتحادیې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دوه نیول شوي خبریالان مهدي انصاري او حکمت ارین خوشې کړي.

دواړو سازمانونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو خپلسري نیول د اندېښنې وړ دي.

د دې اعلان پر بنسټ مهدي انصاري د اکټوبر په پنځمه د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

تر اوسه پر نوموړي کوم رسمي تور نه دی لګول شوی او د هغه ځای لا هم معلوم نه دی. د هغه کورنۍ د ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدله چې د هغه نښه ومومي.

په اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې خبريالان لا هم له خپلسري نيولو او له محدودو قانوني شرايطو سره مخ دي.

دغو دوو سازمانونو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان خبریالانو سره خپل ملاتړ زیات کړي.

باید وویل شي، چې حکمت ارین هم په غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ښاغلی ارین د طالبانو د محکمې له خوا په یوه میاشت بند محکوم شوی دی. خو د طالبانو استخباراتو د هغه د سزا پر اوږدوالي اعتراض وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com