په سمنګانو کې د ډبرو سکرو د کان د نړېدو یو کان کیندونکی مړ شو

28 میزان 1403 ساعت 15:39

په سمنګان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله یو کان کیندونکی مړ شوی دی.


په سمنګان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله یو کان کیندونکی مړ شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ د "پټو ګرغتور" په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د "حسن اغا" په نوم د کان يو کارکوونکى وژل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو په ځانګړي ډول غير معياري کانونه تل د ورته پېښو لامل شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com