۰
امریکايي چارواکي:

نیول شوی افغان وګړی له داعش سره تړاو درلود

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۴
دوو امریکايي چارواکو این بي سي نیوز ته ویلي، هغه افغان وګړی چې د امریکا د انتخاباتو په ورځ د تروریستي حملې د پلانولو په تور نیول شوی و، د داعش له خراسان څانګې سره اړیکه درلوده.
نیول شوی افغان وګړی له داعش سره تړاو درلود
دوو امریکايي چارواکو این بي سي نیوز ته ویلي، هغه افغان وګړی چې د امریکا د انتخاباتو په ورځ د تروریستي حملې د پلانولو په تور نیول شوی و، د داعش له خراسان څانګې سره اړیکه درلوده.

دغو دوو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، زیاته کړې چې د نصیر احمد توحیدي مور چې په افغانستان کې اوسېږي، د داعش ملاتړی ګڼل کېږي.

د دوی په وینا؛ د داعش د خراسان څانګې بیا را ژوندی کول، چې په ایران او روسیه کې د دریو وژونکو بریدونو مسوول دی، د متحده ایالاتو لپاره مخ په زیاتیدونکی امنیتی ستونزه ده.

باید وویل شي چې نصیر احمد توحیدي تېره اوونۍ د امریکا په اوکلاهوما ښار کې نیول شوی و. هغه پخوا په افغانستان کې د سي آی اې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.

توحیدي FBI ته اعتراف کړی چې هغه د ملک په نوم له یوه کس سره چې د (داعش) غړی دی په تماس کې و.

د محکمې اسناد ښيي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د افغان حکومت له نسکورېدو یوه میاشت وروسته د بشردوستانه ویزې له لارې امریکا ته تللی و.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي این بي سي نیوز ته ویلي، چې توحیدي امریکا ته له ننوتو مخکې دوه دوره امنیتي معاینات تېر کړل او د هغه په ​​اړه کوم مشکوک معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د هغه په ​​وینا، توحیدي ښايي امریکا ته له رسېدو وروسته په انلاین ډول د داعش له ملاتړو ډلو سره اشنا شو او په همدې موده کې دې ترهګرې ډلې ته متوجه شو.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي