۰
منظور پښتین:

د افغانستان له غیر پښتنو قومونو څخه غوښتنه کوو چې زموږ ملاتړ وکړي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۱
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان له غیر پښتنو قومونو وغوښتل چې د دغه غورځنګ ملاتړ وکړي.
د افغانستان له غیر پښتنو قومونو څخه غوښتنه کوو چې زموږ ملاتړ وکړي
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان له غیر پښتنو قومونو وغوښتل چې د دغه غورځنګ ملاتړ وکړي.

ښاغلي پښتین په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان پښتانه او غیر پښتانه خپل وروڼه ګڼي او په هره پېښه کې یې له افغان ولس سره پیوستون څرګند کړی او دا کار یې له سیاسي ملحوظاتو او بشري انګیزو پرته کړی دی.

هغه زیاته کړه؛ "ما ته یوه پېښه وښیه چې په افغانستان کې له غیر پښتنو سره شوې او موږ د هغوی په ملاتړ غږ نه دی پورته کړی، موږ د دوی په درد غمجن یو."

پښتین ټینګار وکړ چې "د انسانیت په خاطر، زه د افغانستان له ټولو توکمونو، پښتون او غیر پښتون څخه غوښتنه کوم چې زموږ ملاتړ وکړي. زه د افغانستان ټول خلک خپل وروڼه او د وینې خپلوان ګڼم."

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې ځينې کسان د هغه د تحريک پر ضد دي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې د دې مخالفت څرګند دلیل نشته.

هغه زياته کړه، چې د خيبر پښتونخوا ايالت د پښتنو قومي جرګه، چې دا اونۍ جوړه شوې وه، له چا سره د جګړې اعلان نه، بلکې په سيمه کې سوله غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر؛ نوموړي له خيبر پښتونخوا څخه د پاکستاني پوځ وتل په دغه ولايت کې د سولې او امنيت په ګټه وبلل.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې له دې وړاندې هم د وفاقي حکومت له مخالفت سره سره د پښتنو قومي جرګه جوړه شوې وه.

دغې جرګې تصویب کړه چې د پاکستان پوځ او طالب جنګیالي دې تر شپږو میاشتو پورې د پاکستان له پښتني سیمو ووځي.

بلخوا پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه د جرګې تر جوړېدو مخکې غیر قانوني اعلان کړل.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي