د چین او پاکستان صدراعظمانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه اعلان د تلې په ٢٤مه، وروسته له هغه وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ په اسلام اباد کې د دغه هېواد له صدراعظم شهباز شريف، ولسمشر اصف علي زرداري او نورو چارواکو سره وکتل.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو دواړو هېوادونو چارواکو له طالبانو هم غوښتي چې په افغانستان کې د مېشتو ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره ښکاره او د تایید وړ اقدامات وکړي.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د تروریزم پر ضد د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې، څو د تروریزم د له منځه وړلو لپاره د هر اړخیزو اقداماتو په خپلولو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.
په دې اعلامیه کې دوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د یوه ټول شموله سیاسي چوکاټ د رامنځته کولو، منځلاري سیاستونو او ښه ګاونډیتوب ته د طالبانو د هڅولو لپاره ګډې هڅې پیل کړي.
د اعلامیې پر بنسټ، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې، چې د افغانستان مسئلې په اړه د اړیکو او همغږۍ په پیاوړتیا او له نړیوالې ټولنې سره د تلپاتې پراختیا او ادغام په برخه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره رغنده رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ؛ هغه تل ادعا کړې چې د دغه هېواد د حکومت پر ضد جنګیالي له افغانستانه د پاکستان پر ځینو برخو بریدونه کوي.
له بلې خوا د چین حکومت هم په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د جنګیالیو د فعالیتونو له پراخیدو اندیښنه لري.
جمهورخبري آژانس