افغان او چینايي لوري پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې

25 میزان 1403 ساعت 9:19

په چین کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له رییس لیو جین سونک سره کتلي دي.


په چین کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له رییس لیو جین سونک سره کتلي دي.

په بیجینګ کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا او د سیمې او ګاونډیو له هېوادونو سره پر مثبت تعامل خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، سونک ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې د چین د ولسمشر له خوا، د افغانستان په ګډون، د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معاف شوې دي.

نوموړي همدارنګه ویلي د اېم‌سي‌سي او مرکزي اسیا د تېلو او ګازو شرکتونه به لا وهڅول شي چې، د امو سیند د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روان کارونه نور هم پراخ او چټک کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com