جوزجان کې یوې ښځې یو شمېر بې سرپرسته ښځو او له زده کړو پاتې نجونو ته د کاري فرصت د برابرولو په موخه د غالیو کارخونه جوړه کړې ده.
یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر غاړې ده وايي، د غالیو اوبدلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.
دوی چې د یو مېتر غالیو سره یو نیم زر افغانۍ مزدوري ترلاسه کوي، له هېواده د باندې د غالیو صادراتو ته د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.
سیمه ییز مسوولین وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي، چې وطني غالۍ نړۍوالو بازارونو ته لار ومومي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ دامهال په دغه ولایت کې ۱۲۴ زره مېرمنې د غالیو اوبدلو، ۴۵۰۰ مېرمنې د لاسي صنایعو او زر نورې مېرمنې د کروندګرۍ په برخه کې کار او فعالیت کوي.
جمهورخبري آژانس