د روغتیا نړیوال سازمان:

سږ کال ۱۴۶ زره افغانان په نس ناستي اخته شوي

23 میزان 1403 ساعت 17:01

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې ۱۴۶۵۵۵ ښځې او ماشومان په نس ناستي اخته شوي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې ۱۴۶۵۵۵ ښځې او ماشومان په نس ناستي اخته شوي دي.

دغه سازمان نن دوشنبه د تلې ۲۳مه یو راپور خپور کړ چې وايي د نس ناستې له امله ۷۰ تنه مړه شوي دي. راپور زیاتوي چې په اسهال اخته ۵۵.۳ سلنه ماشومان له پنځو کلونو کم عمر لري او ۴۹.۶ سلنه یې ښځې دي.

په راپور کې راغلي چې دا شمېر د افغانستان په ۳۴۶ ولسوالیو کې د اسهال په ناروغۍ اخته شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړه چې یوازې د روان کال د سپټمبر له ۲۹ څخه تر اکتوبر ۶ پورې درې ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د نس ناستې له امله مړه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په ياده موده کې په ۱۷۹ ولسواليو کې ۳۲۲۸ نور کسان په نس ناستي اخته شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د نس ناستې پېښې د تېرو میاشتو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کمې شوي دي. د راپور له مخې، د پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو اوسېدونکي په دې ناروغۍ ډېر اخته شوي دي.

د اسهال ناروغي معمولا د باکتریا یا ویروس انتان او د خواړو عدم برداشت یا ځینې درملو له امله رامینځته کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com