په کاپیسا کې د تیلو په یوه ټانک کې د ګازو د بالون چاودنه؛ ۱۷ تنه ټپیان شول

23 میزان 1403 ساعت 16:56

په کاپيسا ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د تېلو په يوه ټانکر کې د ګازو د سلنډر د چاودنې له امله ١٧ تنه ټپيان شوي دي.


په کاپيسا ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د تېلو په يوه ټانکر کې د ګازو د سلنډر د چاودنې له امله ١٧ تنه ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن دوشنبه د تلې په ٢٣مه له غرمې مخکې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د تېلو په يوه ټانکر کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې دې چاودنې د تیلو ټانک ته هم سخت زیان اړولی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com