د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی چین ته ولاړ

23 میزان 1403 ساعت 16:55

د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت پلاوی چین ته تللی دی.


د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت پلاوی چین ته تللی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نن دوشنبه (د تلې ۲۳مه) اعلان وکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي په مشرۍ د سلاکارانو او رئیسانو یو پلاوی کابل ته تللی دی.

د دغه وزارت د عمومي رئیس معراج محمد معراج او یو شمېر مرکزي رئیسان د دغه هېواد د کانونو د استخراج په کنفرانس او ​​نندارتون کې د ګډون په موخه د ښې راتلونکې لپاره چین ته ولاړل.

طالبانو ویلي، چې په دې کنفرانس کې د څه باندې اویا هېوادونو استازي ګډون کوي ​​او دوی به د کانونو په بېلابېلو برخو خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com