د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات کوي

23 میزان 1403 ساعت 14:36

د ګډ امنیتي تړون سازمان په تاجکستان کې له افغانستان سره پولې ته څېرمه له ناقانونه وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره پوځي تمرینات ترسره کړل.


د ګډ امنیتي تړون سازمان په تاجکستان کې له افغانستان سره پولې ته څېرمه له ناقانونه وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره پوځي تمرینات ترسره کړل.

د يوبل خبرله مخې: دغه پوځي تمرين چې څلور ورځې مخکې دافغانستان پولې ته څيرمه دتاجکستان په حرب ميدان روزنيز مرکز کې پيل شوي؛ دوام لري.

په ټولیز امنیتي تړون کې ویل شوي، چې په دې تمریناتو کې د غیر قانوني وسله والو ډلو پر وړاندې چې د بریدونو پلان لري، تمرین کیږي.

دغه سازمان تاجکستان ته د خپلو پوځیانو د لېږلو یوه ویډیو خپره کړې چې په کې بېلابېل ټانکونه او پوځي وسایط لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com