سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولايت کې خبريالان له عکسونو او فلم اخيستلو منع کړي دي.
وردګو کې طالبانو خبریالان له عکس او فلم اخیستلو منع کړل
23 میزان 1403 ساعت 14:26
سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولايت کې خبريالان له عکسونو او فلم اخيستلو منع کړي دي.
سرچينې وايي، چې طالبانو په وردګ ولايت کې خبريالان له عکسونو او فلم اخيستلو منع کړي دي.
دسرچينو له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست خبريالانو ته اخطار ورکړى چې دحکومت په رسمي غونډو کې دې عکسونه او ويډيوګانې نه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه حکم د ميدان وردګو ولايت د طالبانو د سوکالۍ او منع رياست له خوا صادر شوى دى.
تر دې وړاندې په هلمند، کندهار او تخار کې هم طالبانو دا ډول کړنې کړې دي.
په همدې حال کې طالبانو د ژوندیو موجوداتو عکس اخیستل حرام بللي دي.
جمهورخبري آژآنس
د مطلب کود: 176511
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176511/