سرچينې وايي، چې طالبانو په وردګ ولايت کې خبريالان له عکسونو او فلم اخيستلو منع کړي دي.
دسرچينو له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست خبريالانو ته اخطار ورکړى چې دحکومت په رسمي غونډو کې دې عکسونه او ويډيوګانې نه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه حکم د ميدان وردګو ولايت د طالبانو د سوکالۍ او منع رياست له خوا صادر شوى دى.
تر دې وړاندې په هلمند، کندهار او تخار کې هم طالبانو دا ډول کړنې کړې دي.
په همدې حال کې طالبانو د ژوندیو موجوداتو عکس اخیستل حرام بللي دي.
جمهورخبري آژآنس