۰

طالب ډله: له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۴
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د هېواد له يو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او ويې ويل چې دغه ډله له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
طالب ډله: له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د هېواد له يو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او ويې ويل چې دغه ډله له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

طالبانو نن دوشنبه (د تلې) اعلان وکړ چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.

ملي سوداګرو په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان اوسنی وضعیت په اړه له منفي تبلیغاتو سره ډېر توپیر لري.

دوی وویل، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان خصوصي سکتور ښه وده کړې او په هېواد کې صنعت او پانګونې وده کړې ده.

دغه سوداګرو زیاته کړه چې پانګوال له طالبانو سره همکاري کوي او د دغه سیستم د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

مولوي عبدالکبیر وویل چې د دې ډلې امارت د دوی تر څنګ ولاړ دی او له سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي