۰

په کونړ کې اووه نارینه او یوه ښځه د طالبانو له خوا په دورو وهل شوي دي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په کونړ ولايت کې يې اووه نارينه او يوه ښځه د بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.
په کونړ کې اووه نارینه او یوه ښځه د طالبانو له خوا په دورو وهل شوي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په کونړ ولايت کې يې اووه نارينه او يوه ښځه د بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.

دغې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲ مه د غلا، له کوره د تېښتې او د خیانت په تور په عام محضر کې ووهل شول.

د اعلامیې پر بنسټ، له دغو کسانو څخه یو یې په درې کاله بند او شل دورو محکوم شوی دی. نورو دوو ته هر یو ته ۳۹ دُرې ورکړل شوې. اعلامیې زیاته کړې چې یو بل تن په یو کال بند او شل دورو محکوم شو.

د طالبانو محکمې دا هم ویلي، چې دوه نور تورن په اوه میاشتې بند او هر یو ته د شل دورو او دوه نور په ۱۵ ورځو بند محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو مجازات تل د بشري حقونو د سازمانونو او هغو هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي چې د بشري حقونو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي