ستانکزی: ایران او پاکستان د افغان کډوالو پر پانګونې اباد دي

23 میزان 1403 ساعت 9:15

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په هېواد کې یووالی یوه بنسټيزه اړتیا ګڼي او پرې ټینګار کوي.


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په هېواد کې یووالی یوه بنسټيزه اړتیا ګڼي او پرې ټینګار کوي.

نوموړی وايي، افغانان باید له تېره د عبرت درس واخلي، له قوم پالنې او ځينو نورو ستونزو ډډه وکړي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې، په هېواد کې سوله او ټيکاو د افغانانو په یووالي کې نغښتی او اوس د دوی ټولو مسوولیت دی چې، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره، پاکستان او ایران باید د افغان کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د کډوالو په تړاو پر خپل سیاست غور وکړي.

ستانکزی زیاتوي، افغان کډوال د ایران او پاکستان د اوږو بار نه‌دي؛ بلکې دغه هېوادونه د افغان کډوالو پر پانګونې اباد دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176487

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176487/

جمهور
  https://www.jomhornews.com