د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ټاکل شوې د افغان-قزاق ګډ نندارتون د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۹مې تر ۲۲مې نېټې د قزاقستان په الماتای ښار کې جوړ شي.
د دغه وزارت په وینا؛ دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۶۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.
دغه وزارت زیاتوي، په دې نندارتون کې د سوداګریز تواصل کنفرانس، د افغانستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارې ته اېښودل او د دواړو هېوادونو د مسولینو ترمنځ دوهاړخیزې ناستې شاملې دي.
جمهورخبري آژآنس