د برېښنا رییس: افغانستان پنځه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

23 میزان 1403 ساعت 9:12

د افغانستان برښنا شرکت رييس وايي، افغانستان پنځه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.


د افغانستان برښنا شرکت رييس وايي، افغانستان پنځه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

عبدالباري عمر په یوه مرکه کې ویلي، دمګړۍ هېواد کې ۹۶۰ میګاواټه برېښنا شته، چې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو تولیدېږي.

نوموړی وايي، چې د انرژۍ د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ډېر وخت او پانګې ته اړتیا ده، خو په خبره یې د سرپرست حکومت چارواکي هڅه کوي چې د باد، لمر، تودوخي او اوبو له سرچینو د برېښنا د تولید په برخه کې نوره پانګونه وکړي.

عمر همداراز زیاته کړې چې، د ترکیې، چین او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه دې ته لېواله دي چې، هېواد کې د انرژۍ پر تولید پانګونې وکړي.

عبدالباري عمر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، دا مهال د کجکي، سروبي او نغلو بندونو، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزو او ټاپ په ګډون په لویو پروژو کار روان دی چې، په بشپړېدو سره به یې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا له هراته کابل ته او ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

جمهورخبري آژآنس


 


د مطلب کود: 176485

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176485/

جمهور
  https://www.jomhornews.com