د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې څه باندې ۸ اعشاریه ۲ میلیونه غوښتونکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې مهاله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴ اعشاریه ۲ میلیونه هېوادوالو ته دغه پېژندپاڼې ورکړ شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولین وایي، په پام کې لري چې، هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په هرات، بلخ، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د برښنایې پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پرانیزي.
جمهورخبري آژانس