۰

ډبلیو اېف پي: افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۸
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د تېر کال پر تله سږ کال په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.
ډبلیو اېف پي: افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د تېر کال پر تله سږ کال په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.

د دغه راپور لهمخې، افغانستان کې د غنمو، وریژو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دي، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی دی.

راپور کې راغلي، د روان زېږیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوي دي. د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي، بېړنیو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلي، چې د کاري زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالي، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دي، چې هېوادوال یې بشري مرستو ته اړ کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي