د قطر سرې میاشتې په افغانستان کې د "خوراکي امنیت د ښه والي" پروژې پیل کړې

22 میزان 1403 ساعت 17:02

د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه والي پروژې پیل کړې دي.


د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه والي پروژې پیل کړې دي.

دې ادارې نن یکشنبه د تلې په ۲۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او معیشت د ښه والي په موخه یې د هغو کورنیو د هوساینې د پیاوړتیا پروژه پیل کړې چې په افغانستان کې له جګړو او طبیعي پېښو څخه تر ټولو زیات زیانمنې شوي دي.

د اعلاميې پر بنسټ، دغه پروژه د قطر د پراختيايي بوديجې له خوا تمويلېږي او د افغاني سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ پلې کېږي.

خبرځاى زياته کړه چې دغه پروژه به په فارياب، فراه او هلمند ولايتونوکې پلې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com