د طالبانو ډلې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي سید حبیب الله اغا ویلي، داسې اشخاص باید ټولنې ته وړاندې شي چې په نړۍ کې یې مثال نشته.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي سید حبیب الله اغا بادغیس ولایت ته سفر کړی دی.
دغه زده کوونکي وويل، موږ د ښوونځيو او ښوونځيو د ستونزو د هواري لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموو او د هېواد د پوهنې د نظام د ښه والي لپاره په خپل وس کې هر ډول هڅې کوو.
نوموړي استادانو ته وويل، چې د زده کړو د کيفيت د لوړولو لپاره دې هلې ځلې وکړي، څو په راتلونکي کې داسې با استعداده او لوستي کسان ټولنې ته وړاندې کړي، چې په نړۍ کې به يې داسې نه وي.
د طالبانو د ډلي دغه سوپرستي هغه وخت رابرسيره سوه چي افغانستان دغي ډلي ته تسليم سو، د ښوونيز نظام کيفيت يې صفر ته راټيټ کړ او د هيواد نيمه برخه يې له کار او زده کړو څخه بې برخي سوه.
جمهورخبري آژانس