د طالبانو ادعا:

له منځنۍ اسیا سره زموږ سوداګریزې اړیکې د لا پراختیا پر لور روانې دي

22 میزان 1403 ساعت 12:33

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې له منځنۍ اسیا سره د دغې ډلې سوداګریزې اړیکې د لا پراختیا پر لور روانې دي.


د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې له منځنۍ اسیا سره د دغې ډلې سوداګریزې اړیکې د لا پراختیا پر لور روانې دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن یکشنبې  (د تلې) اعلان وکړ چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امام ابو حنیفه رحمه الله د ملي او نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې وینا وکړه.

نوموړي وویل، دا ډول ناستې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د پانګونې د شته فرصتونو د معرفي کولو لپاره ګټورې دي.

هغه زیاته کړه چې له منځنۍ اسیا سره د طالبانو د امارت سوداګریزې اړیکې په ښه حالت کې دي او د لا پراختیا په لور روانې دي.

مولوي عبدالکبير وويل، چې دې کار د افغان او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو لپاره ښه زمينه برابره کړې او د دې ډلې بهرنى سياست د اقتصادي همکاريو په شاوخوا کې ګرځي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176437

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com