بلوچستان کې د وژل شویو افغانانو جسدونه هېواد ته رالېږدول شوي

22 میزان 1403 ساعت 10:00

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، بلوچستان کې یې د یوه کان پر کارکوونکو وروستي برید کې د وژل شویو ۷ تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، بلوچستان کې یې د یوه کان پر کارکوونکو وروستي برید کې د وژل شویو ۷ تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو ۷ تنو، درې یې پاکستان کې کډوال و چې جسدونه یې کویټه کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه سفارت د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com