ترکيه د افغان انجنیرانو د تخنیکي وړتیا لوړولو کې همکاري کوي

22 میزان 1403 ساعت 9:58

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسرانو او د ترکي شرکتونو له استازو سره کتلي دي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسرانو او د ترکي شرکتونو له استازو سره کتلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې پروفیسرانو او د ترکي شرکتونو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ اړوند پروژو کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې او یادونه یې کړې چې غواړي د افغان‌ انجنیرانو او زده کوونکو د تخنیکي وړتیا لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرېدو، د اوبو مدیریت او د انرژۍ د پراختیا لپاره د کافي سرچینو د شتون په اړه ډاډ ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د اوبو او انرژۍ وزارت د خپل پنځه کلن پلان له مخې به، په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصې پروژې شریکې کړي چې د لېوالتیا په صورت کې پانګونه پکې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com