د امام ابوحنیفه نندار کې سلګونه تړونونه لاسلیک شوي دي

22 میزان 1403 ساعت 9:54

د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې په کابل کې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړیوال نندارتون څخه۷۰۰زره کسانو لیدنه کړې ده .


د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې په کابل کې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړیوال نندارتون څخه۷۰۰زره کسانو لیدنه کړې ده.

په یاد نندارتون کې چې پرون پایته ورسېد د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ ۱۰۰ تړونونه او همدارنګه د کورنیو سوداګرو ترمنځ د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت  ۳۲۴ تړونونه لاسلیک شوي دي.

په دغه نندارتون له ۷۰۰ غرفو څخه ۱۳۰ هغه د ښځو لپاره ځانګړې شوې وې او د دې ترڅنګ پکې سلګونه ایراني شرکتونو هم خپل تولیدات پلورلي دي.

د امام ابو حنیفه نندرتون د پای په مراسمو کې د طالبانو سیاسي مرستیال هم ګډون کړی و، هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونې له مخې لېرې کړي، څو له نړۍ سره د افغانستان سوداګري نوره هم پراخه شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 176425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com