په کندهار کې يو تن د طالبانو له خوا په دورو وهل شوى دى

21 میزان 1403 ساعت 16:24

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کندهار ښار کې یې یو کس د "غلا" په تور په دُرو وهلی دی.


د طالبانو ستره محکمه وايي، په کندهار ښار کې یې یو کس د "غلا" په تور په دُرو وهلی دی.

نن شنبه د تلې په ۲۱مه دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سړی د پنجشنبې په ورځ په کندهار ښار کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى ٣٩ ځلې په وهلو وهل شوى او په دوه کاله بند محکوم شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د تورنو کسانو مجازات تل د بشري حقونو د سازمانونو او هغو هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي چې د بشري حقونو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 176415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com