د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په افغانستان کې د عبدالرحمن خان په وخت کې د هزاره ګانو ډله ییزه وژنه په رسمیت پېژندلې ده.
دغې کمیټې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د پخواني پاچا عبدالرحمن خان تر قوماندې لاندې د ۱۸۹۱ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ د هزاره ګانو هغه ډله ییز جنایتونه په رسمیت پېژني.
په راپور کې راغلي چې هزاره ګان اوس مهال په افغانستان کې له «قتل» سره مخ دي او وړاندیز کوي چې د روان کال د سپټمبر ۲۵مه د عبدالرحمن له خوا د هزاره ګانو د «قتل» د یادګاري ورځې په توګه وټاکل شي.
دا راپور په افغانستان کې د هزاره ګانو د وضعیت په اړه د یو شمېر څېړونکو او د پوهنتون د استادانو د شهادتونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
راپور کې ویل شوي چې شاهدانو "د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د زریزې تاریخي ځورونې زړه راښکونکي شواهد" وړاندې کړل او دا چې د دوی شاهدي "د 1891-1893 نسل وژنې د هغې د تلپاتې اغیزو جامع پوهه وړاندې کړه او دا یې وښودله چې څنګه د هغې شاوخوا چوپتیا، اوسني ځورونکي دې زر کاله ځواکمن کړي دي."
د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې د عیني شاهدانو له خولې لیکلي چې د عبدالرحمن خان د حکم له مخې په افغانستان کې ۶۲ سلنه هزاره ګان "قتل عام" شوي او نږدې ټول په ارزګان کې میشت هزاره ګان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، هزاره ګان چې د "قتل عام" څخه ژوندي پاتې شوي د ځمکو له غصب، بې ځایه کیدو او غلامۍ سره مخ دي.
عیني شاهدانو دغې کمیټې ته ویلي چې د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون د احکامو له مخې د هزاره ګانو ځورول او شکنجه کول "نسل وژنه" ده.
دوی ویلي دي چې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د هزاره ګانو د «له منځه وړلو اراده» په فتوا کې په ښکاره ډول لیدل کیږي.
د دوی په وینا له ۱۸۹۱ څخه تر ۱۸۹۳ کلونو پورې د هزاره ګانو قتل عام او ځورونه د هزاره ګانو د ظلم او ستم د یوې اوږدې دورې پیل و چې له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې روان دی.
دوی زیاته کړه چې د "د زریزې نسل وژنې" پیژندل او د دوی تاریخي ځورونې کولی شي راتلونکي وضعیت ته وده ورکړي او مثبت بدلونونه رامینځته کړي.
همدارنګه د هزاره ګانو د اوسني وضعیت په اړه دغه راپور وايي چې واک ته د طالبانو له راتګ سره، هزاره ګان له هدفي بریدونو، جبري بې ځایه کېدو، بې عدالتي وژنو او ډله ییزو جنایتونو سره مخ دي چې کېدای شي په "سیسټماتیک نسل وژنې" بدل شي.
د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې سلګونه هزاره ګان وژل شوي او زرګونه بې ځایه شوي او په حکومت کې د هزاره ګانو په شمېر کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې هدفي بریدونه لا هم دوام لري او د نورو په منځ کې د کابل پر کج تعلیمي مرکز او د میلت پر ورزشي کلب او د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان پر جومات د بریدونو یادونه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، په ځانګړې توګه هزاره ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې له زیاتو ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او طالبانو په ځینو مواردو کې په ځانګړې توګه هزاره ښځې په نښه کړي دي.
راپور زیاتوي، په تیرو دریو کلونو کې هزاره ګانو نړیوالو بشردوستانه مرستو ته لږ لاس رسی درلود او طالبانو هڅه کړې چې د فشار او له نړیوالو سازمانونو سره د خبرو اترو له لارې د هزاره ټولنو مرستې نورو سیمو ته انتقال کړي.
شاهدانو د هزاره ګانو د ځورونې په اړه د چوپتیا ماتولو او په دې اړه د پوهاوي لوړولو، د طالبانو له راستنیدو وروسته د هزاره ګانو د ځورونې مستند کولو او د پناه غوښتنې په بهیر کې د هزاره ګانو د یو خطر لرونکي ډلې په توګه پیژندلو غوښتنه کړې.
د کاناډا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ویلي، چې دا راپور یې نه یوازې د هزاره ګانو د تېرو کړاوونو د پېژندلو، بلکې د هغوی د راتلونکي د خوندي کولو په موخه چمتو کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې افغان هزاره ګان به راتلونکی له ځورونې او وېرې پرته په افغانستان کې ژوند وکړي.
جمهورخبري آژانس