د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په هرات کې د طالبانو یو قوماندان وژلی دی.
دغې جبهې نن پنشنبه د تلې په ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو دغه طالب قومندان دوه شپې وړاندې د میزان په ۱۷مه د هرات – کرخ پر سړک او د « کهریزک» پوستې ته څېرمه وواژه.
که څه هم د مقاومت جبهې د دغه طالب قومندان نوم نه دی یاد کړی؛ خو هغه وويل چې د هرات پر لويه لاره د وسله والو طالبانو د پټنځاي د کشفولو دنده يې په غاړه درلوده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې په دې بريدکې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه ساتونکي ټپيان شول .
د ملي مقاومت جبهې زياته کړه چې په دې بريد کې دطالبانو يو شمير پوځي تجهيزات هم د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
جمهورخبري آژانس